ads

دفاع وزارت په بغلان کې د چاودنې مخنیوي خبر ورکوي

د افغانستان دفاع وزارت وایي، ځواکونه یې پر دې توانېدلي چې په بغلان ولایت کې د یوې خونړۍ پېښې مخه ونیسي.

نویسنده: Mohammad Khan barial
20 تله 1399
دفاع وزارت په بغلان کې د چاودنې مخنیوي خبر ورکوي
بغلان
له دغه وزارت څخه د یکشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، وسله والو طالبانو د بغلان ولایت د عمومي واټ د بالادوري په ساحه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په هدف یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړی و.
سرچینه زیاتوي، دغه ماین د ۱۱۱ مې فرقې د لومړۍ لېوا د درېیم کنډک پرسونل له لوري کشف او شنډ شو.
وزارت همدارنګه وایي، د دغه ماین په شنډېدو سره د ډېرو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخه ونیول شوه.
که څه هم امنیتي چارواکي دا د وسله والو طالبانو کار بولي، خو دې ډلې تر اوسه په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA