د اذربایجان دفاع وزارت اعلان کړی چې د یکشنبې په ورځ د ارمنستان پوځونو د ګنجه پر ښار برید کړی.
په ورته وخت کې دغه وزارت وایي، ارمنیانو د غدام او کره باغ پر سیمو هم بریدونه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په مسکو کې له خپل روسي سیال سره یوځای هوکړه وکړه چې له شنبې ورځې به د جګړې په رامنځته شوې سیمه کې اوربند ټینګېږي، خو اوس یو بل د شوې هوکړې په ماتولو تورنوي.
د یادولو وړ ده چې کابو دوې اونۍ کېږي د اذربایجان او ارمنستان تر منځ د کره باغ په سیمه کې نښتې پیل شوې او د امنیتي ځواکونو په شمول سلګونه ملکي وګړو ته هم د مرګ ژوبلې اوښتو راپورونه ورکړل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


