ads

کورنیو چارو وزارت: ځانګړو ځواکونو په کابل کې د طالبانو مهم قوماندان وژلی

د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د امنیتي ځواکونو له خوا د وسله والو طالبانو د یو مهم قوماندان د وژل کېدو خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
19 تله 1399
کورنیو چارو وزارت: ځانګړو ځواکونو په کابل کې د طالبانو مهم قوماندان وژلی

د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د امنیتي ځواکونو له خوا د وسله والو طالبانو د یو مهم قوماندان د وژل کېدو خبر ورکوي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اول خان په نوم د وسله والو طالبانو قوماندان یې تېره شپه د کابل په پغمان ولسوالۍ کې له دوو نورو ملګرو سره د ګډو ځواکونو لخوا وژلی دی.

سرچېنه زاتوي چې دغه طالب قوماندان غوښتل له میدان وردګ څخه پغمان ولسوالۍ ته ولاړ شي چې د لارې پر سر د افغان ګډو ځواکونو سره مخ شوی او وژل شوی دی.

وسله والو طالبانو د دغه خبر په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA