کورنیو چارو وزرات وایي چې پولیسو یې د موټرو څلور حرفوي غله نیولي دي.
د دغه وزارت په خبر پاڼه کې راغلي چې یاد کسان له څه مودې راهیسې د پولیسو تر څار لاندې وو او په کابل ښار کې يې د موټر د غلا په ګڼو قضیو کې لاس درلود.
سرچېنه زیاتوي چې یادې ډلې تېره شپه د کابل ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د یوه کرولا ډوله موټر تر غلا وروسته د تېښتې پر مهال د اولسمې حوزې په مربوطاتو کې ونیول شول.
د یادونې وړ ده چې له نیول شویو کسانو څخه دوه عرادې موټر هم ترلاسه شوي دي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

