دهلمند سېمه ایز چارواکي خبر ورکوې چې نن سهار د دې ولایت ګرشک ولسوالۍ ته نږدې پر۳۰۳بس موټر د سړک غاړې ماین چاودنه وکړه چې له کبله ۱۴تنو ته مرګ ژوبله واوښته .
د ولایت د والي ویاند عمرځواک کلید ته وویل چې نن سهار ۶بجې د لښکرګاه څخه یو ۳۰۳مسافر وړنکی موټر چې هرات ولایت ته پر لار و د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سړک غاړې ماین ورباندې چاودنه کړې چې په ترڅ کې ۵تنه ووژل شول او ۹ تنه نور ټپیان شول
د ځواک په خبره په وژل شوو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
بلخوا بیا وسله والو طالبانو رسنیو ته ویلې چې یاد ۴۰۴موټر د هوا له لارې ویشتل شوی دی
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

