ملي امنیت پر خپله ټوېټر پانه لکیلي چې یادو کسانو پلان درلود چې یو ځل بیا پر امرالله صالح برید ترسره کړي چې د ځانګړو ځواکونو لخوا ونیول شول او پلان یې شنډ کړای شو.
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست یوه سرچینه وایي، چې دغه کسان د یو لړ پېچلو هدفي علمیاتو په پایله کې نیول شوي دي.
پر امرالله صالح د وږي یا سنبلې په ۱۹ مه نېټه د کابل د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د تایمني په پخواني څلور لاري کې بمي برید شوی و، چې هغه په دغه برید کې برسیرن ټپي شوی و.
د کورنیو چارو وزارت هغه مهال ویلي وو، چې یاد برید کې لس ملکیان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
ملي امنیت همدارنګه ویلي چې په دې عملیاتو کې د داعش او حقاني شبکې اړوند هغه هسته هم نیول شوې چې په لوړ پوړو افغان چارواکو یې د حملې پلانونه درلودل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

