د افغان دولت مذاکراتي پلاوی وایي چې د دواړو پلاوو د تماس ډلو ترمنځ مذاکرات دوام لري او هره ورځ په ټېټه کچه ناستې ترسره کېږي.
د دغه پلاوي غړې فوزیه کوفي وایي چې د تماس ډلو ترمنځ خبرې روانې دي او په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ هم شوی دی.
« موږ هره ورځ په ټېټه کچه ناستې لرو او دا د بریا ځای دی چې جګړې سره هممهاله موږ د سولې خبرې کوو، هیله لرو چې دا خبرې چټکې شي او ژر پرېکړې ونیول شي، خو موږ پوهیږو چې ۴۰کاله په جګړه کې وو چې لسیزې کېږي په جګړه کوو»
دا خبرې داسې مهال کېږي چې د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا په هدف د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله په سفر وتلی دی او د خپل سفر په لړ کې یې له پاکستاني او هندي چارواکو سره خبرې شوې دي.
د مصالحې عالي شورا ویاند فرید خوځون وایي تمه شته چې ډاکټر عبدالله عبدالله له هند وروسته د سیمې نورو هېوادونو ته هم سفرونه ولري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

