ads

د کورونا ۱۰ نورې پېښې ثبت شوې

د روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۱۰نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۹ زره او ۷۰۳تنو ته ورسېد.

شمس الرحمن شمس
19 تله 1399
د کورونا ۱۰ نورې پېښې ثبت شوې

د روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۱۰نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۹ زره او ۷۰۳تنو ته ورسېد.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نورالله ترکی وایي، له دې وبا څخه یو تن مړ شوی چې په دې سره د مړو شمېر ۱۴۷۰ او د رغېدلو کسانو شمېر ۳۳ زره او ۵۸ تنو ته ورسېد.

روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA