د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې پرون د سیمه ییز امنیت او اقتصادي همکارۍ په اړه د درې هېوادونو استازو ترمنځ ویډیو کنفرانس ترسره شو.
د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي چې افغانستان، امریکا او ترکمنستان استازو په یوه ویډیو کنفرانس کې ګډون درلود چې درې واړو استازو د سیمه ییز امنیت او اقتصادي همکاریو په ارزښت وغږېدل.
سرچېنه زیاتوي په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي ډیوډ هېل د دغه ویډیو کنفرانس کوربتوب کاوه چې پکې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر او د ترکمنستان هېواد د بهرنیو چارو وزیر راشد میریدوف برخه درلوده.
په دغه ویډیو کنفرانس کې د سیمې هېوادونو او نړیواول څخه وغوښتل شول چې د افغانان په مشرۍ او مالکیت د سولې له روانو خبرو ملاتړ وکړي او په دې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

