د فاع وزارت په زابل ولایت کې د افغان امنیتي قواوو د اپراتیفي فعالیتونو په پایله کې د طالبانو له زندان څخه د ۴۳تنو سرتیرو د آزادیدو خبر ورکوي.
د دغه وزارت په خبر پاڼه کې راغلي چې تېره شپه د زابل شاه جوی ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د څو تنه ملکي کسانو په ګډون ۴۳تنه افغان سرتیري د طالبانو له زندان څخه ازاد شول.
سرچېنه وایي، د ۴۳ تنو له ډلې، د ۴ ملکي کسانو په ګډون ۲۰ تنه قلات ښار ته ولېږدول شول او پاتې نور د زابل ولایت په نورو سیمو کې له افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو سره یوځای شول.
دغو سرتیرو ژمنه وکړه چې د خلکو د ځان او مال د دفاع په هدف به بېرته د افغان ځواکونو په لیکو کې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.


