ads

دفاع وزارت: په کندهار او تخار کې د ماین چاودنو مخنیوی شوی

دفاع وزارت خبر ورکوي چې ځواکونو یې په کندهار او تخار کې د چاودنو مخنیو کړی

شمس الرحمن شمس
19 تله 1399
دفاع وزارت: په کندهار او تخار کې د ماین چاودنو مخنیوی شوی

دفاع وزارت خبر ورکوي چې ځواکونو یې په کندهار او تخار کې د چاودنو مخنیو کړی
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه طالبانو ۷کړۍ د وسایطو ضد ماینونه د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړي و چې د افغان ځواکونو لخوا کشف او چاودنه ورکړل شوه.
د خبرپاڼې په حواله په تخار ولایت کې بیا د ۱۴ماینونو د چاودنو مخنیوی شوی دی.
سرچېنه زیاتوي تېره ورځ طالبانو ۱۱ کړۍ ماینونه د تخار ولایت “بهارک” ولسوالۍ اړوند او ۳ کړۍ ماینونه د “چاه آب” ولسوالۍ کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په موخه ځای پر ځای ځای کړي ؤ چې د افغان ځواکونو لخوا کشف او د لسګونه افغانانو ژوند وژغورل شو.
وسله والو طالبانو پیا په اړه کوم غبرګونه نه دی ښودلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA