د رسنۍ د راپورونو له مخې د روسیې هېواد په منځګړیتوب اذربایجان او ترکمستان په یو لنډ مهال اوربند توافق کړی دی.
پرون د مسکو هېواد د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د ناستې زمینه برابره کړه او دواړو لوري دې پایلې ته ورسېدل چې د شنبې ورځ به لنډ مهاله اوربند کوي او خبرو ته به سره کېنې.
دا له کابو دوو اونیو راهیسې لانجمنې قره باغ سیمې پر سر د دواړو هېوادونو د جګړې له پیلېدا وروسته لومړنۍ خبرې او ناسته ده.
د دواړو هېوادونو ترمنځ په یاده لانجمنه سیمه له څو ورځو راهیسې دوامداره جګړه روانه وه چې دواړو خواوو تر ۳۰۰زیات کسان ووژل شول.
روسیې له دواړو هېوادونو غوښتي چې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او نور له جګړې لاس په سر شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

