ads

په کندهار کې یو ښوونځی په بمونو الوځول شوی

تېره شپه د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ د دویم کمپ په سیمه کي د یوه ښوونځي جوړېدونکی تعمير په بمونو الوځول شوی دی.

عبدالمالک افغان
18 تله 1399
په کندهار کې یو ښوونځی په بمونو الوځول شوی

د کندهار ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د ابتدايه مکتب دغه تعمير د کلیو پراختيا رياست د اقرا پروګرام له لارې د جوړېدو په حال کي و، چي تېره شپه ورته چاودنه ورکړل شوې ده.

د خبرپاڼي په حواله، یاد تعمير شپږ درسي تولګي او نور اداري اطاقونه هم درلودل، چي تر دې مهاله شاوخوا ۵ ميلیونه افغانۍ لګښت ورباندې شوی و.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه مکتب په جوړېدو سره به په دوه وخته کي ۵۰۰ زده کوونکو ته د زده کړو زمینه مساعده شوې وای.

که څه هم چارواکي دا د وسله والو طالبانو کار بولي، خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چي د کندهار د پوهنې ریاست په اوس وخت کي د ۳۰۰ په شاوخوا کې د ښوونځيو تعميرونو ته ضرورت لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA