د روغتیا وزارت وایي چې د جمهوریت روغتون د عاجلې څانګې مسول ډاکټر محب الله بارکزی په کابل ښار کې تښتول شوی دی.
د دغه وزارت مرستیال وحید مجروح پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلیي چې ډاکټر محب الله بارکزی له کابل ښار څخه تښتول شوی او .تر اوسه پورې نادرکه دی
نوموړی زیاتوي بارکزی د افغانستان له یو تکړه او باتجربه ډاکټرانو څخه دی او د کورونا په سختو شپو ورځو کې یې د ګڼو هېوادوالو خدمت کړی.
کورنیو چارو وزارت د پېښې پخلی کوي او وایي چې په دې اړه یې څېړنې پیل کړې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

