ads

عبدالله عبدالله د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره پر افغان سوله وغږېد

د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د هند هېواد د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر سره ولیدل او دواړو لورو د افغان سولې په تړاو خبرې وکړې.

شمس الرحمن شمس
18 تله 1399
عبدالله عبدالله د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره پر افغان سوله وغږېد

د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د هند هېواد د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر سره ولیدل او دواړو لورو د افغان سولې په تړاو خبرې وکړې.

د دغې شورا ویاند فریدون خوځون کلید ته وویل چې دغه لیدنه د جمعې ورځ په نوي ډهلي کې ترسره شوه چې د هند د بهرنیو چارو وزیر د افغان سولې په تړاو د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ ورکړ.

خوځون وویل، هند د افغانان په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیره د ملاتړ ترڅنګ افغانستان کې سوله په سیمه کې د سولې په مانا بولي.

«د هند د بهرنیو چارو وزیر د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې خپل ملاتړ اعلان کړ او په افغانستان کې سوله هند کې د سولې په مانا یاده کړه، د ملي مصالحې عالي شورا مشر د هند له همکارۍ مننه وکړه او وویل چې افغانستان کې د سولې رامنځته شوي فرصت څخه ټولې خواوې باید له دې تاریخي فرصت څخه ګټه پورته کړي څو افغانستان کې سوله راشي»

سرچېنه زیاتوي چې د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا په هدف ډاکټر عبدالله په سفر وتلی او ټاکل شوې چې له هند وروسته نورو هېوادونو ته هم په سفر ولاړ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA