ads

د ناټو سرمنشي: افغانستان کې اوږدمهالی امنیت د ناټو د غړو هېوادونو په ګټه دی

د ناټو سرمنشی ین ستولتنبرګ وایي، له افغانستان څخه د ځواکونو وتلو په تړاو شرایطو ته په کتو پرېکړه کوو.

شمس الرحمن شمس
18 تله 1399
د ناټو سرمنشي: افغانستان کې اوږدمهالی امنیت د ناټو د غړو هېوادونو په ګټه دی

دا خبرې داسې مهال کېږي چې تېره ورځ د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ پر خپله توېټر پاڼه ولیکل چې د راتلونکي کال تر پایه به له افغانستان څخه ټول سرتیري ووځي.

خو د ناټو سرمنشي وايي، افغانستان ته د تګ پرېکړه په ګډه شوې او د راتلونکو بدلونونو په هکله به هم پرېکړه په ګډه کوي.

ستولتنبرګ ټینګار کړی چې افغانستان کې د ځواکونو شتوالی له اوږدمهاله امنیت سره مرسته کوي او دا د غړو هېوادونو په ګټه دی.

له طالبانو سره د شوې تړون له مخې امریکا خپل ځواکونو وباسي او د دې تړون له مخې طالبان د سولې لپاره له افغان حکومت سره خبرو ته ناست دي چې اوس په دوحه کې روانې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA