ads

دفاع وزارت: په کابل ښار د راکټي برید مخنیوی شوی

دفاع وزارت وایي، چې ځواکونو یې د کابل ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې یو عراده کرولا ډوله موټر چې د راکټ اته مرمۍ پکې بار وې نیولی دی.

شمس الرحمن شمس
18 تله 1399
دفاع وزارت: په کابل ښار د راکټي برید مخنیوی شوی

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن سهار شپږ بجې ځواکونو یې یو عراده کرولا ډوله موټر چې اته فیره د راکټ مرمۍ پکې بار وې نیولی دی.

سرچېنه زیاتوي ترهګرو پلان درلود په دغو مرمیو د کابل ښار په نښه کړي چې د افغان ځواکونو لخوا یې موټر کشف او  په کابل ښار دیوه برید مخنیو وشو.

دا چې په دغه پېښه کې څو تنه نیول شوي دفاع وزارت یې په اړه معلومات نه دي ورکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA