ads

امریکا او پاکستان په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمېدو ټینګار وکړ

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد پاکستان ته تللی او هلته یې د دغه هېواد د پوځ له لوی درستیز قمر جاوېد باجوه سره پر افغان سوله خبرې کړي دي او دواړو لوریو په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدل غوښتي دي.

شمس الرحمن شمس
18 تله 1399
امریکا او پاکستان په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمېدو ټینګار وکړ

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پاکستان ته تللی او هلته یې د دغه هېواد د پوځ له لوی درستیز قمر جاوېد باجوه او نورو چارواکو سره کتلي دي.

په اسلام آباد کې د امریکا سفارت ویلي چې زلمي خلیلزاد سره په دغه سفر کې په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر هم ملتیا لري.

د دغه سفارت په اعلامیه کې ویل شوي چې پرون ماښام زلمي خلیلزاد او قمر جاوېد باجوه د افغان سولې پر روانو مذاکراتو بحث او خبرې کړي دي.

سرچېته زیاتوي چې دواړو لورو په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمېدو ټینګار کړی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم پاکستان د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا په هدف سفر کړی و چې، پاکستان ورته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA