د جمعیت ګوند مرستیال احمدضیا مسعود وایي، نه حکومت او نه هم طالبان په سوله باور لري.
په ورته وخت کې یو شمېر مدني بنسټونه هم نیوکه کوي چې د سولې په اړه کره معلومات له خلکو سره نه شریکیږي.
احمدضیا مسعود وایي، طالبان او حکومت دواړه په سوله باور نه لري، نو ځکه دغه پروسه ټیکنۍ پر مخ روانه ده.
هغه په بدخشان کې د سولې د عالي شورا د پخواني مشر برهان الدین رباني د وژل کېدو د نهم تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، چې طالبان په ولسواکۍ او د ټاکنو له لارې واک ته په رسېدو باور نه لري نو ځکه سولې ته هم ژمن نه دي.
« دواړه لوري ګورو چې سولې ته ژمن نه دي، نه طالبانو او نه هم افغان حکومت سولې ته ژمن دي، طالبان ولې سولې ته ژمن نه دي ځکه دوی انتخاباتو ته ژمن نه دي، طالبان د ښځو حقوقو ته ژمن نه دي، طالبان د لږکیو حقوقو ته ژمن نه دي»
غوښتل مو چې د ارګ نظر هم ولرو خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډ ډه وکړه، خو د طالبانو د قطر د دفتر ویاند محمدنعیم وردګ وایي، دوی په عمل کې ثابته کړې چې په افغانستان کې امن او سوله غواړي.
په ورته وخت کې یو شمېر مدني بنسټونه هم نیوکه کوي چې د سولې پروسه ټکنۍ روانه ده او د ټکني کېدو لاملونه یې هم له خلکو سره نه شریکیږي.
د افغانستان د اصلاح غوښتنې بهیر غړي وایي، حکومت او طالبان دواړه باید د سولې د بین الافغاني خبرو جزییات وخت په وخت له خلکو سره شریک کړي.
د دغه بهیر مشر سیدجواد سلطاني د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې له دواړو خواو وغوښتل چې هرڅومره ژر چې شونې وي، د بین الافغاني خبرو په کړنلاره سره هوکړه وکړي او په بنسټیزو مسایلو خبرې اترې پیل کړي.
« خلک نه پوهېږي چې سرنوشت به یې څنګه کېږي، خلک معلوماتو ته اړتیا لري خلک سولې ته ضرورت لري، باید ژر خبرې پیل شي»
خو د ملي مصالحې د شورا ویاند فریدون خوځون له کلید سره په خبرو کې وویل، دا د خلکو حق دی چې د سولې د پروسې په اړه معلومات ترلاسه کړي.
نوموړي زیاته کړه دوی تر اوسه هم هغه موارد چې پرې هوکړه شوې له خلکو سره شریک کړي او وروسته له دې هم ژمن دي چې ګام پرګام به خلکو ته معلومات ورکوي.
« تېره ورځ د مذاکره کوونکي پلاوي یو شمېر غړو په انلاین ډول په کابل کې د مدني ټولنو غړو ته د سولې پروسې په اړه معلومات ورکړل او دا معلومات به له هر چا سره شریک شي»
نېږدې میاشت وړاندې په دوحه کې بین الافغاني خبرې په رسمي توګه پرانیستل شوې خو لاهم دواړه لوري د دغو خبرو د پرمخ وړلو لپاره د اصولو او کړنلارو په جوړولو سره هوکړې ته نه دي رسېدلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


