ads

اتلس ایراني بانکونه د امریکا له بندیز سره مخ شول

تازه واشنګټن د ایران هېواد په ۱۸ بانکونو نوي بندیزونه اعلان کړي دي او دا هغه بانکونه دي چې تر اوسه پورې د امریکا د پخوانیو بندیزونو څخه لرې پاتې وو.

شمس الرحمن شمس
18 تله 1399
اتلس ایراني بانکونه د امریکا له بندیز سره مخ شول

د راپورونو له مخې امریکا غواړي چې ایران له نړیوال بانکي سیستم څخه ګوښه وساتي څو دغه هېواد د اټومي وسلو جوړولو جوګه نشي.

تازه واشنګټن د ایران هېواد په ۱۸ بانکونو نوي بندیزونه اعلان کړي دي او دا هغه بانکونه دي چې تر اوسه پورې د امریکا د پخوانیو بندیزونو څخه لرې پاتې وو.

د امریکا د خزانې وزارت لخوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي،‌ چې نوي بندیزونه به له دې سره مرسته وکړي چې د ایران د حکومت هغه مالي سرچینې بندې کړي چې د خپل اټومي پروګرام، د میزایلو د ودې، ترهګرۍ، د ترهګرو شبکو پاللو او په سیمه کې د خپل ناوړه اغیز لپاره وکاروي.

 د امریکا د خزانې وزیر سټېفن منوچن ویلي،‌ چې امریکا به په بشري برخه کې د پيسو لېږد را لېږد ته همداسې اجازه ورکړي تر څو د ایران له خلکو سره مرسته وشي.

ایران حکومت تر اوسه د امریکا دغه تازه بندیزونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA