ads

لیلیې؛ یو ډول مینوګانې، ستر توپیر

د کلیدګروپ د څېړنیز راپور موندنې په ډاګه کوي چې که څه هم د هېواد په ټولو پوهنتونونو کې غذایي مینو یو ډول ده، خو د هر پوهنتون د لیلیې د اعاشې کلنی لګښت له بل پوهنتون سره په میلیونونو افغانۍ توپیر لري.

فضل هادي حمیدي
17 تله 1399
لیلیې؛ یو ډول مینوګانې، ستر توپیر
د هغو اسنادو پربنسټ چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا له کلید ګروپ سره شریک شوي، په ۱۳۹۶ او ۱۳۹۷ کلونو کې د پولېتخنیک پوهنتون د لیلیې اعاشوي لګښتونه د کابل پوهنتون د هلکانو د لیلیې د اعاشوي لګښتونو په پرتله ۸.۹ میلیونه افغانۍ ډېر دي.
په همدې حال کې، په ۱۳۹۷ کال کې د پولېتخنیک پوهنتون د لیلیې اعاشوي لګښتونه د ننګرهار پوهنتون د لیلیې د اعاشوي لګښتونو په پرتله ۱۲ میلیونه افغانۍ او د کابل پوهنتون د هلکانو د لیلیې اعاشوي لګښتونه د ننګرهار پوهنتون د لیلیې د لګښتونو په پرتله ۱۱.۸ میلیونه افغانۍ زیاتوالی ښيي.
بلخوا په ۱۳۹۸ کال کې د هلکانو د مرکزي لیلیې لګښتونه د پولېتخنیک د لیلیې په پرتله ۸.۲ میلیونه افغانۍ زیاتوالی په ډاګه کوي.
بل پلو بیا له ۱۳۹۱ کال څخه تر اوسه د پولېتخنیک په لیلیه کې د هر محصل کلنی اعاشوي لګښت هر کال څلور چنده توپیر ښيي، خو ټولو پوهنتونونو په دې اړه له کلید ګروپ سره معلومات شریک نه کړل.
په همدې حال کې د ولسي جرګې غړي او مدني فعالین وایي، که څه هم په ټول هېواد کې د پوهنتونونو په لیلیو کې غذایي مینو یو ډول ده، خو د هرپوهنتون  د لیلییې په لګښت کې له بل پوهنتون سره په لوړه کچه توپیر دا په ډاګه کوي چې د لیلیو له اعاشوي لګښتونو څخه ناوړه ګټه اخیستل کېږي.
په ورته وخت کې یو شمېر مدني فعالین د لوړو زده کړو وزارت په څارنه نیوکه کوي او وایي، دغه وزارت د لیلیو د اعاشوي لګښتونو د سملاسي څارنې لپاره یو برېښنایي سیستم نه لري او دا کولای شي چې د لیلیو په اعاشوي لګښتونو کې د ناوړه ګټې اخیستنې او مالي فساد زمینه برابره کړي.
 د پوهنتونونو د یو ډول غذایي مینو په لګښتونو کې میلیونونه افغانۍ توپیر:
د کلید ګروپ له خوا د ترلاسه شوو اسنادو پربنسټ چې له کابل پوهنتون او پولېتخنیک څخه یې ترلاسه کړي، په ۱۳۹۶ کال کې د پولېتخنیک په پوهنتون کې د یوه محصل یو کلن اعاشوي لګښت ۳۵ زره افغانۍ و، خو په همدې کال کې د کابل پوهنتون په لیلیه کې د یوه محصل کلنی لګښت بیا ۳۰ زره افغانیو ته رسېږي.
د دغو موندنو پربنسټ، په ۱۳۹۷ ل کال کې د پولېتخنیک په پوهنتون کې د یوه محصل اعاشوي لګښت څه باندې ۳۲ زره افغانۍ و، په داسې حال کې چې په همدې کال کې د کابل پوهنتون په لیلیه کې څه باندې ۲۵ زره افغانۍ شوی دی.
د کلید ګروپ د محاسبې پربنسټ، په ۱۳۹۶ کال کې د کابل پوهنتون او پولېتخنیک ترمنځ د هر محصل د اعاشې یو کلن لګښت توپیر ۵ زره افغانۍ، په ۱۳۹۷ کال کې دغه توپیر ۷ زره افغانیو ته رسېدلی دی، چې ټولټال ۴.۱ میلیون افغانۍ په ۱۳۹۶ کال کې او ۴.۸ میلیونه افغانۍ په ۱۳۹۷ کال کې د پولېتخنیک د پوهنتون د محصلینو اعاشوي لګښت لوړ دی.
د هغو اسنادو پربنسټ، چې  د پولېتخنیک پوهنتون او کابل پوهنتون له خوا له کلید سره شریک شوي، په ۱۳۹۶ کال کې د پولېتخنیک پوهنتون په لیلیه کې ۸۵۰ تنه محصلین وو، چې د هغوی یو کلن اعاشوي لګښت ۲۹.۶ میلیونه افغانۍ و او د هلکانو په مرکزي لیلیه کې په منځنۍ توګه ۱۲۵۰ تنو محصلینو ژوند کاوه چې د هغوی یوکلن اعاشوي لګښت ۳۸ میلیونه افغانیو ته رسېږي.
دغه راز په ۱۳۹۷ کال کې د پولېتخنیک په لیلیه کې د محصلینو شمېر ۷۰۰ تنه وو، چې د هغوی اعاشوي لګښت په همدې کال کې ۲۲.۵ میلیونه افغانۍ و او په همدې کال کې د هلکانو په مرکزي لیلیه کې د محصلینو شمېر ۱۱۳۹ تنه وو، چې د هغوی کلنی اعاشوي لګښت ۲۸.۹ میلیونه افغانۍ شوی دی.
په همدې حال کې د ننګرهار پوهنتون د لیلیې یو کلن لګښت په ۱۳۹۷ ل کال کې ۳۸.۱ میلیونه افغانۍ و، په داسې حال کې چې په دې لیلیه کې د محصلینو شمېر ۲۶۲۶ تنه وو، چې په همدې کال کې د ننګرهار پوهنتون په لیلیه کې د یوه محصل د اعاشې کلنی لګښت څه باندې ۱۴ زره افغانۍ شوی دی؛ دا په ډاګه کوي چې په ننګرهار پوهنتون کې د کابل پوهنتون د لیلیې د لګښت په پرتله ۱۱.۸ میلیونه افغانۍ او د پولېتخنیک د لیلیې په پرتله ۱۲.۱ میلیونه افغانۍ کم لګښت شوی دی.
په همدې حال کې په ۱۳۹۸ ل کال کې د کابل پوهنتون د هلکانو په لیلیه کې د یوه محصل د اعاشې کلنی لګښت نېږدې ۹ زره افغانۍ، د پولېتخنیک پوهنتون په لیلیه کې د یوه محصل د اعاشې له کلني لګښت څخه ډېر و، چې ټولټال په یاد کال کې د کابل پوهنتون په لیلیه کې د پولیتخنیک پوهنتون د لیلیې په پرتله  ۷.۲ میلیونه افغانۍ ډېر لګښت شوی دی.
د هغو اسنادو له مخې چې کلید ګروپ ترلاسه کړې، څرګندېږي چې په ۱۳۹۸ کال کې د کابل پوهنتون په لیلیه کې په منځنۍ توګه ۸۲۱ تنو محصلینو ژوند کاوه، په داسې حال کې چې د پولېتخنیک په لیلیه کې په همدې کال کې د محصلینو شمېر ۸۵۰ تنو ته رسېده چې د کابل پوهنتون د هلکانو په لیلیه کې د محصلینو د یوه کال اعاشوي لګښت څه باندې ۲۰ میلیونه افغانۍ و؛ خو په همدې کال کې د پولېتخنیک په لیلیه کې دغه لګښت بیا څه باندې ۱۳ میلیونه افغانیو ته رسېږي.
بلخوا د پولېتخنیک پوهنتون په لیلیه کې په بېلابېلو کلونو کې د هر محصل اعاشوي لګښت د پام وړ توپیر لري.
د هغو اسنادو پربنسټ، چې د همدغه پوهنتون له خوا کلید ته ورکړل شوي، په ۱۳۹۱ کال کې د یوه محصل اعاشوي لګښت څه باندې ۴ زره افغانۍ، په ۱۳۹۲ کال کې نېږدې ۲۰ زره افغانۍ، په ۱۳۹۳ کال کې څه باندې ۲۰ زره افغانۍ، په ۱۳۹۵ کال کې څه باندې ۱۲ زره افغانۍ، په ۱۳۹۶ کال کې څه باندې ۳۴ زره افغانۍ، په ۱۳۹۷ کال کې څه باندې ۳۲ زره افغانۍ او په ۱۳۹۸ کال کې څه باندې ۱۴ زره افغانۍ شوی دی.
د کلید ګروپ د څېړنو پربنسټ، د پولېتخنیک پوهنتون په لیلیه کې له ۱۳۹۱ کال څخه تر ۱۳۹۸ کاله پورې د یوه محصل کلنی اعاشوي لګښت تر ۴ چنده پورې توپیر لري.
په ورته وخت کې د پولېتخنیک پوهنتون پخوانی رییس محمدسعید کاکړ چې له ۱۳۹۵ څخه تر ۱۳۹۹ کاله پورې یې د دغه پوهنتون مسوولیت درلود، له کلید سره په خبرو کې یې د نورو پوهنتونونو په پرتله د پولېتخنیک پوهنتون د محصلینو د اعاشوي لګښتونو ډېروالی رد کړ او ویې ویل، چې د پولېتخنیک پوهنتون په لیلیه کې د شته محصلینو شمېر ناسم اسنادو ته رسول شوی او هغه اسناد بیا له کلید سره شریک شوي دي.
که څه هم ښاغلی کاکړ له ۱۳۹۱ څخه تر ۱۳۹۵ پورې د محصلینو د اعاشوي لګښت ترمنځ  لوی توپیر مالي فساد یادوي، خو زیاتوي چې ده د نوموړي پوهنتون په لیلیه کې له فساد سره جدي مبارزه کوله.
هغه زیاته کړه چې د خپل ریاست پرمهال یې د پولېتخنیک پوهنتون د لیلیې یو شمېر مسوولین د لیلیې د اعاشې په تخصیص کې د فساد له کبله څارنوالۍ ته معرفي کړل، خو د ده له استعفا وروسته یاد کسان بېرته خپلو دندو ته را وګرځېدل.
هغه ادعا کوي چې د پولېتخنیک پوهنتون د لیلیې اوسنيو مسوولینو د دښمنۍ او په فساد د روڼتیا د بدلون لپاره، په اوسنیو اسنادو کې د دغه پوهنتون په لیلیه کې د محصلینو شمېر بدل کړی دی.
بلخوا، په داسې حال کې چې په ټول افغانستان کې دلیلیو مینو یو ډول ده، خو د هلکانو د مرکزي لیلیې مدېر محمداصغرمیهنیار د لیلیو د اعاشوي لګښتونو د توپیر د لاملونو په اړه له جزییاتو پرته وویل چې هر پوهنتون بېل حساب لري او د هر پوهنتون اړتیاوې هم توپیر لري.
په ورته وخت کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري رییس نجیب الرحمن رحماني هم مني چې د ټولو پوهنتونونو د لیلیو غذایي مینو یو ډول ده او کلونه وړاندې د جمهوررییس له خوا تایید شوې ده؛ خو د پوهنتونونو په لګښتونو کې توپیر د قراردادونو د بیو توپیر یادوي.
که څه هم کلیدګروپ هڅه وکړه، چې له ۱۳۹۱ کال څخه  د کابل، هرات، ننگرهار، کندهاراو بلخ د محصلینو د اعاشوي لګښت کچه هم معلومه کړي او د هغوی توپیر هم وڅېړي، خو د دغو پوهنتونونو مسوولینو په دې اړه د معلوماتو له ورکولو ډ ډه وکړه.
د اداري فساد د مخنیوي په پار د لوړو زده کړو وزارت د څارنې او کتنې پر سیستم نیوکې:
یو شمېرمدني فعالینو او د ولسي جرګې غړیو له کلید سره په خبرو کې وویل، په لوړو زده کړو وزارت کې د څارنې او هممهاله د معلوماتو د ثبتولو لپاره د یوه منظم برېښنایي سیسټم نشت کولای شي چې اداري فساد ته زمینه برابره کړي.
د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیون غړی محمدعظیم کبرزاني له کلید سره په خبرو کې وویل، د لوړو زده کړو وزارت باید د منظمو او کره څارونکو سیسټمونو په رامنځته کولو سره په بېلابېلو پوهنتونونو کې له غیرمنظمو او بې ځایه لګښتونو څخه مخنیوی وکړي.
بلخوا یو تن مدني فعال عادل شاه قریشي وایي، د لوړو زده کړو وزارت باید له نوې ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستنې د څارنې او هممهاله د بېلابېلو لیلیو د اعاشوي لګښتونو د ثبت سیستم رامنځته کړي، ترڅو د لیلیو له اعاشوي لګښتونو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې مخه ونیول شي.
خو د لوړو زده کړو وزارت مسوولین وایي، دا وزارت د فساد او ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي لپاره د څارنې او تفتیش منظم سیستمونه لري.
د دغه وزارت د کورني تفتیش د راپورونو آمر نصیراحمد ثبات وایي، هغوی د فساد د مخنیوي لپاره د کتنې منظم او فوق العاده پلانونه لري.
د هغه په خبره، د هغوی د منظمو پلانونو پربنسټ، هغه ادارې چې د اداري فساد شک پرې کېږي، په ناڅاپي توګه کتل کېږي او که چېرې له داسې یوې ستونزې سره مخ شي چې جرمي بڼه ولري، نو شکمن کسان سملاسي څارنوالۍ ته معرفي کوي.
هغه زیاته کړه، دوی له اړوندو ادارو سره د ورغلي پلاوي د جوړجاړي د مخنیوي لپاره منظم پلانونه لري.
بلخوا د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري رییس نجیب الرحمن رحماني له کلید سره په خبرو کې هم د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې د منظمو څارونکو مېکانیزمونو خبر ورکوي.
اداري فساد په هېواد کې یوه لویه ننګونه بلل کېږي، چې له همدې کبله افغانستان په نړیوالو سروې ګانو کې یو له هغو هېوادونو بلل کېږي چې د اداري فساد کچه پکې تر نورو ډېرو هېوادونو لوړه ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA