ads

یو افغان زده کوونکی د ریاضي نړیوالې سیالۍ اتل شو

د هلمند ولایت یو تن زده کوونکي د ۴۰ هېوادونو تر منځ د ریاضي په سیالۍ کې لومړۍ مقام خپل کړی دی.

محمدخان بریال
17 تله 1399
یو افغان زده کوونکی د ریاضي نړیوالې سیالۍ اتل شو

دغه زده کوونکی صبغت الله نومېږي او د هرات په افغان ـ ترک ښوونځي کې زده کړې کوي.
د نوموړي زده کوونکي پلار په هلمند ولایت کې فلزکاري کوي.
صبغت الله پر دې توانېدلی چې د اتو دقیقو په موده کې د ریاضي ۲۰۰ پوښتنې حل کړي.
د یادولو وړ ده چې په دې سیالۍ کې له ۴۰ هېوادونو څخه ۴۰۰۰ زره زده کوونکو ګډون کړی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA