خبرپاڼه زیاتوي چې په دې کتنه کې د هندوستان لومړي وزیر ډاکتر عبدالله ته د افغان سولې له پروسې د خپل هېواد د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړې، د سولې په خبرو کې چې هرڅه افغانانو ته د منلو وي، هند ته هم د منلو دي.
مودي ویلي، په افغانستان کې د سولې راتګ د دې لامل کېږي چې ترهګرو ډلو ته د اوسېدو ځای پیدا نه شي.
هغه ټینګار کړی چې هند د یو ازاد، خپلواک، ډیموکراټیک، امن او باثباته افغانستان غوښتونکی دی.
په ورته وخت کې ډاکتر عبدالله عبدالله په دوحه کې له طالبانو سره د پیل شوو خبرو په تړاو هغه ته ډاډ ورکړی او په دې برخه کې یې د هندوستان د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
د یادولو وړ ده چې د مصالحې شورا مشر د سه شنبې په ورځ په څلور ورځني سفر هند ته ولاړ او ټاکل شوې چې د هند بهرنیو چارو وزیر او ورته نورو هندیو چارواکو سره وویني.


