ads

په ننګرهار کې ملي امنیت یو ځانمرګی بریدګر ژوندی نیولی

د دغه ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملي امنیت ځواکونو تېره ورځ په بټي کوټ ولسوالۍ کې هغه ځانمرګی بریدګر نیولی چې د طالبانو له خوا برید ته چمتو شوی و.

جان اغا صالح
17 تله 1399
په ننګرهار کې ملي امنیت یو ځانمرګی بریدګر ژوندی نیولی

سرچینې زیاته کړې، نیول شوی ځانمرګی بریدګر عباس نومېږي، چې د وسله والو طالبانو د استخباراتو برخې قوماندانانو عبدالله او عزيز الله مشهور په مصطفی له لوري ځانمرګي بريد ته چمتو شوی و او غوښتل یې پر یوې ولسوالۍ برید ترسره کړي، چې هدف ته تر رسیدو وړاندې ونیول شو.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA