ads

په قرغېزستان کې لاریونوالو حکومت ونیو

د راپورونو له مخې، په قرغېزستان کې لاریون کوونکي پر دې توانېدلي چې د لاریونو په پایله کې واک تر لاسه کړي.

نویسنده: Mohammad Khan barial
17 تله 1399
په قرغېزستان کې لاریونوالو حکومت ونیو

دغه لاریونونه په ټاکنو کې د پراخې درغلۍ له امله رامنځته شوي دي.
په ورته وخت کې د دغه هېواد د ټاکنو کمېسیون د ترسره شوو ټاکنو پایلې هم باطلې اعلان کړې دي.
همدارنګه د یاد هېواد یو سیاسي بندي صدر جاپاروف چې اووه کاله وړاندې په ۱۱ کلن بند محکوم شوی وو، له بنده ازاد شوی او د نوي حکومت لنډمهاله صدراعظم ټاکل شوی دی.
د دغو لاریونونو پر مهال تر ۶۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي، چې ۱۵۰ یې روغتونو ته لېږدول شوي او یو تن بل وژل شوی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA