دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۳۵ میلیونه ډېر شوی او تر یو میلیون ډېر کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۳۶ زره او ۶۱ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۱۴۸زره ۲۲۸، په مکسیکو کې ۸۲ زره او ۷۲۶، په هند کې ۱۰۴زره او ۵۵۵، په بریټانیا کې ۴۲ زره ۶۰۵، په ایران کې ۲۷ زره او ۶۵۸ او په پاکستان کې ۶۵۳۵ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.


