د ده په وینا، د دواړو لورو تر منځ د افغانستان پر اوسني حالت، د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر مخنیوي او د سولې پر روانه پروسه خبرې وشوې.
هغه زیاتوي چې په دې لیدنه کې له امریکا سره د شوي تړون پر اهمیت او پلي کېدو هم ټینګار وشو.
دواړه لوري پر داسې مهال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر مخنیوي خبرې کوي چې په دوحه کې د بین الافغاني خبرو تر پرانیستغونډې وروسته افغان مرکچي پلاوي تر دا مهاله د خبرو پر یوې کړنلارې نه دي سلا شوي.
په ورته وخت کې د ښکېلو لورو تر منځ تاوتریخوالی او د ملکي وګړو مرګ ژوبله اوج ته رسېدلې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


