ads

قومي مشران: ښکېل لوري دې ژر تر ژره اوربند وکړي

په ننګرهار کې قومي مشرانو،  دیني علماوو او ځوانانو د یوې راټولیدنې پر مهال د سولې د بین الافغاني مذاکراتو د ملاتړ تر څنګ د روانې جګړې د درېدو غوښتنه وکړه.

تاج محمد ساحل
17 تله 1399
قومي مشران: ښکېل لوري دې ژر تر ژره اوربند وکړي
دغه قومي مشران پنجشنبه د ننګرهار د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست په تالار کې سره راټول شوي وو.
د غونډې ګدونوالو په قطر کې د بین الافغاني خبرو پیل ته خوښي وښوده، خو د سولې خبرو د بریالي کېدو لپاره یې له دواړو اړخونو وغوښتل چې له هر څه وړاندې دې اوربند وکړي.
د غونډې یو ګډونوال ملک فرمان شینواري وویل، که د سولې خبرې کېږي، نو لومړی دې اوربند وشي.
«موږ نن راټول شوي یو له دواړو خواوو غوښتنه کوو، چې د خدای په خاطر نور جګړه بنده کړې او اوربند وکړې.»
قومي مشران وایي، په قطر کې د افغان حکومت او طالب استازو تر منځ د بین الافغاني خبرو پیل د دواړو خواوو لپاره د سولې په برخه کې فرصت بولي، خو اندېښنه لري چې که جګړه همداسې دوام وکړي، د سولې په برخه کې پیل شوې خبرې به زیانمنې کړي.
دوی زیاته کړه په هیواد دننه یو شمیر کړۍ د ځینو بهرنیو هیوادونو په لمسون غواړي د سولې په برخه کې شته لاسته راوړنې له خڼد سره مخ کړي
«که له یوې خوا جګړه وي او له بلې خوا د سولې خبرې ضرور به زیان ولري، زموږ غوښتنه همدا ده چې لومړی دې اوربند وشي او بیا دې دسولې خبرې پيل شي.»
په همدې حال کې د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت معین محمد یعقوب احمدزي چې هم د قومي مشرانو په غونډه کې یې ګډون کړی و، روان حالت د اندیښنې وړ وباله او پر افغان حکومت او طالبانو یې غږ  وکړ؛ چې د سولې په برخه کې پیل شوې خبرې دې ګړندۍ کړي.
«له روان حالت ټول خلک په تنګ راغلي ځکه د پرمختګ کار نه کېږي او هره ورځ چاودنې او وژنې وي چې دا حالت نور موږ ته د منلو وړ نه دی د سولې خبرې باید چټکې شي.»
ننګرهار کې قومي مشران داسې مهال د بین الافغاني خبرو ملاتړ څرګندوي، چې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ بین الاافغاني مذاکرات له اوږده ځنډه وروسته له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د قطر په پایخت دوحه کې پیل شوي، خو تراوسه دواړه خواوې له اوږدو ناندریو وروسته کومې پایلې ته نه دي رسیدلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA