ads

د کندهار اینځرو ته لاهم بازار نه دی پیدا شوی

په کندهار کې سږ کال د اینځرو حاصلات ډېر شوي، خو کروندګر د بازار له نشت څخه شکایت کوي.

تاج محمد ساحل
17 تله 1399
د کندهار اینځرو ته لاهم بازار نه دی پیدا شوی
کندهار، چې یو کرنیز ولایت دی، زراعتي حاصلات يې نه یوازې پر کور دننه، بلکې په نړيواله کچه هم خورا ډېر خوښوونکي لري.
کندهار انګور، انار، خټکي، هندواڼې، شفتالو، زردالو، ګرینګیچ او یو شمېر نورې لمدې او وچې مېوې هم لري.
اینځر د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې خورا زیات کرل کېږي او هر کال له دې ولسوالۍ څخه تر ۲۰ زره ټنه پورې اینځر ترلاسه کېږي.
د اینځرو کروندګر وايي، سږ کال د اوبو له اړخه کال اباد و، نو ځکه يې په باغونو کې حاصلات هم  ډېر شوي، خو دوي د خپلو حاصلاتو لپاره د نړيوال بازار له نشت څخه شکایت کوي.
کندهاري کروندګر زیاتوي، ډېری وچه او لمده مېوه له کندهاره ګاونډي هېواد پاکستان ته صادرېږي او له هغه ځایه د پاکستان په نامه نورو اروپايي هېوادونو ته وړل کېږي.
دوي له حکومت څخه غوښتنه کوي چي باید د دوی مېوو ته نړیوال بازار پیدا شي، څو د افغانستان مېوه د افغانستان په نامه نورو هېوادونو ته یووړل شي.
د اینځرو او یو شمېر نورو مېوو انتقال لپاره افغان حکومت د هوايي دهلېز په نامه یوه پروسه پیل کړه، چي تر لږ دوام وروسته هغه هم ودرول شوه.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال اینجینر عبدالباقي بینا وايي، د هوايي دهلېز له لارې په ۱۳۹۶ او ۱۳۹۷ کال کې اینځر بهرنیو هېوادونو ته ولېږل شول؛ خو وروسته د هوايي دهلېز پروازونه ودرول شول، چې تر هغه وروسته هېڅ ډول لمده او وچه مېوه بهرنیو هېوادونو ته نه ده لېږدول شوې.
اینځر، چي مهم حاصلات شمېرل کېږي، د وچولو لپاره یې له پخوانيو دوديزو طريقو کار اخستل کېږي.
د کندهار د کرنې ریاست مسولین  وایي، د نړيوالو مارکېټونو د غوښتنې پر اساس يې د کندهاريو اینځرو د معياري بسته بندۍ او پروسس هڅې پېل کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA