ads

د پکتیکا ښوونکي: مسولین مو په تش ژمنو تېرباسي

دغه ښوونکي څرګندوي چې له تېرو لسو کلونو راهیسي د معارف مسولین او ولایتي چارواکي د نمرو د ورکړې خبره کوي، خو په قول يې تر اوسه یوه ښوونکي ته هم نمره نه ده ورکړل شوې.

محمدخان بریال
17 تله 1399
د پکتیکا ښوونکي: مسولین مو په تش ژمنو تېرباسي

ښوونکو دا څرګندونې هلته د ښوونکي ورځې په لمانځغونډه کې وکړي.
د پکتیکا پوهنې ریاست سرپرست عبدالرحیم اسحاقزی هم مني چې د ښوونکو د ښارګوټي کارونه ځنډني شوي، خو وايې پلان لري چې په نېږدې راتلونکې يې چاري پیل او ټولو مستحقو ښوونکو ته نمرې ورکړي.
یاده دي وي چې نن د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست له لوري د ښوونکي ورځې په نمانځغونډه کې یو شمیر ممتاز زده کوونکي چې په سږنې کانکور يې د هېواد په کچه لوړې نمرې اخیستي وې او ښو پوهنځيو ته بریالي شوي وو، هم وستایل شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA