په ارزګان کې د جګړي په ليکو کې د وژل شوو منسوبينو د کورنۍ غړی وايي، يوازي هيله یې په هېواد کې د دايمي سولې او اوربند ټینګېدل دي.
دوی د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتنه کوي چې نور دې د افغانانو وينو ته ارزښت ورکړي او جګړه دې بنده کړي.
بلخوا، په ارزګان کې د ملي امنيت د هغو منسوبينو د کورنیو له غړو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه چې خپلوان او د کورنیو غړي یې په جګړو کې له لاسه ورکړي دي.
په دغه ولايت کې د ملي امنيت مشر ډګروال عبدالصمد مندوزی وايي، دا مرستې له هغو کسانو سره تر شوې چې د کورنۍ غړي یې د ملي امنیت ځواکونو په لیکو کې له لاسه ورکړي وي.
هغه وايي، افغان حکومت د افغان پوځ دغه ډول قربانۍ ته د قدردانۍ په سترګه ګوري او په راتلونکې کې به هم له داسې ډول کورنيو سره مرستي ترسره شي.
په دغه ولایت کې د جګړو له امله د نظامي کسانو ترڅنګ زيات ملکي کسان قرباني شوي دي چې دامهال يې د کورنۍ غړي په بد حالت کې ژوند کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


