دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د امریکا د ملي امنیت سلاکار ویلي وو، چې د راتلونکي کال تر لومړیو پورې به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ ته راټيټ کړي.
خو د افغان سولې سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بیا د افغانستان حالت د امریکایي سرتېرو د وتلو لپاره شرط یاد کړی و.
خو د سیاسي او پوځي چارو یو شمېر شنونکي بیا په دې تړاو بېلابېل نظرونه لري.
د سیاسي چارو شنونکی عبدالهادي قریشي وایي، چې امریکا په لنډ وخت کې له افغانستان څخه نه وځي او په سیمه کې اوږدمهاله اهداف لري.
قریشي وایي، دا اعلانونه هم د خپل ولس د هغه برخې د قناعت لپاره کوي چې د افغانستان د جګړې مخالف دي.
خو د پوځي چارو شنونکی جنرال عتیق الله امرخېل بیا دا له افغانستان سره د امریکا دښمني بولي او وایي، که امریکا له افغانستان څخه په اوس وخت کې ووځي نو له یوې خوا به د دولت وسله وال مخالفین وي او له بلې خوا به غیرمسوول وسله وال او افغانستان به د یوه ناورین لور ته بوزي.
د افغان حکومت او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون له مخې هر لوری چې کومه پرېکړه کوي؛ نو له مقابل لوري سره باید په سلا مشوره ولاړه وي. له افغانستانه د امریکايي سرتېرو بشپړ ایستل هم هغه پرېکړه ده چې باید دواړه خواوې په ګډه پرې هوکړې ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا له دغه تصمیم څخه هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا کار د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه لیک په عملي کولو کې یو لوی ګام دی.
طالبان وایي، دوی هم د دغه هوکړه لیک عملي کولو ته ژمن دي او په راتلونکې کې له امریکا او نورو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.
خو د جمهوري ریاست ویندویان د اوس لپاره په دې اړه له څه ویلو ډ ډه کوي.
خو دسیاسي چارو شنونکی روح الله هوتک وایي، چې افغان حکومت د سولې او له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په تړاو په ډیری مسایلو خبر دی او باید د یوه حکومت په توګه په دې اړه خپل دریځ روښانه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال په افغانستان کې څه کم پنځه زره امریکایي سرتېري میشت دي.


