ads

امریکا له افغانستان څخه خپل ټول سرتیري باسي

د امریکا جمهور رییس ډونالډټرمپ د راتلونکي کال تر کرس مېس پورې له افغانستان څخه د ټولو امریکایي سرتېرو د وتلو خبر ورکوي.

نویسنده: Mohammad Khan barial
17 تله 1399
امریکا له افغانستان څخه خپل ټول سرتیري باسي

هغه د پنجشنبې په ورځ پر خپل ټوېټرپاڼه دا خبره کړې ده.
ټرمپ څو دقیقې وروسته دا څرګندونې کوي چې د هغه د ملي امنیت سلاکار رابریټ اوبراین رویټرز خبري اژانس ته وویل چې تر راتلونکي میلادي کاله به امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ ته راټیټ کړي.
د یادولو وړ ده چې اوسمهال تر پنځه زره لږ امریکایي سرتیري په افغانستان کې مېشت دي او دنده یې د افغان سرتیرو روزل او هغوی ته سلا مشورې ورکول دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان میلادي کال په فبرورۍ کې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې پر اساس به تر ۲۰۲۱ میلادي کاله ټول امریکایي سرتیري له افغانستان څخه وځي، طالبان به اوربند کوي او له افغان حکومت سره به مخامخ خبرې پیلوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA