ads

په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر دوه لکه او ۱۰ زره واوښت

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر اووه میلیونه ډېر کسان پر کورونا اخته شوي او تر دوه لکه او ۱۰ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

محمدخان بریال
16 تله 1399
په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر دوه لکه او ۱۰ زره واوښت

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۳۵ میلیونه ډېر شوی او تر یو میلیون ډېر کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۳۶ زره او ۳۰ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۱۴۴زره ۴۹۴، په مکسیکو کې ۸۲ زره او ۳۴۸، په هند کې ۱۰۴زره او ۵۵۵، په بریټانیا کې ۴۲ زره ۵۳۵، په ایران کې ۲۷ زره او ۴۱۹ او په پاکستان کې ۶۵۳۵ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA