ads

ټرمپ له بایډن سره دویمې مناظرې ته چمتوالی وښود

د امریکا جمهور رییس، چې تازه له کورونا ویروس څخه جوړ او له روغتون څخه بیرته سپینې ماڼۍ ته تللی، د سه شنبې په ورځ ناوخته یې له بایډن سره دویمې مناظرې ته د چمتوالي اعلان وکړ.

محمدخان بریال
16 تله 1399
ټرمپ له بایډن سره دویمې مناظرې ته چمتوالی وښود

ټرمپ د دوشنبې په ورځ مازدیګر مهال د امریکا د جمهوري ریاست په ځانګړې الوتکه کې له روغتون څخه سپنې ماڼۍ ته روان شو.
ټرمپ پر ټوېټرپاڼه د خپل روغتیایي حالت ښه کېدو ډاډ څرګند کړی او نورو وګړو ته یې سپارښتنه کړې چې له کورونا وبا څخه ځان لېرې وساتي.
د متحده ایالاتونو جمهور رییس ډونالډ ټرمپ او مېرمن یې د تېرې جمعې په ورځ پر کویډ ۱۹ اخته شول او تر هغه وروسته د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدول شول.
کورونا ویروس تر دا مهال په نړۍ کې تر یو میلیون ډېر کسان وژلي او تر ۳۳ میلیونه ډېر نور پرې اخته شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA