له دغه وزارت څخه د چهار شنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاد کسان د کابل ښار د پنځمې، شپږمې، اوومې، اتمې، نهمې، لسمې، یوولسمې او نولسمې ناحیو په اړوند سیمو کې نیول شوي دي.
د خبرپاڼې په خبره، نیول شوو کسانو په وژنو، وسله والو غلاوو، د غیرقانوني وسلو په ګرځولو، د موټرونو د نمبر پلېټونو په غلاوو، لواطت او شکونو کې لاس درلود.
سرچینه زیاتوي چې دغه مجرمین تر څېړنو وروسته لویې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.
کورنیو چارو وزارت همدارنګه وایي، له دغو کسانو څخه څلور میله تفنګچې هم د افغان سرتېرو لاسته روغلې دي.
امنیتي بنسټونه پر داسې مهال د یادو کسانو د نیولو خبر ورکوي چې لاهم جنایي جرمونه د ډېرېدو په حال کې دي او هېوادوال یې سخت اندېښمن کړي دي.


