ads

د کابل او دوحې تر منځ هوایي دهلېز پرانیستل کېږي

د هېواد جمهور رییس محمد اشرف غني پرون ماښام په قطر کې له مېشتو افغانانو سره لیدلي او د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه یې اورېدلي دي.

محمدخان بریال
16 تله 1399
د کابل او دوحې تر منځ هوایي دهلېز پرانیستل کېږي

د جمهور ریاست له لوري پرون په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې جمهور رییس په دې لیدنه کې هلته مېشتو افغانانو ته ډاډ ورکړ چې ژر تر ژره به د افغانستان او دوحې تر منځ هوایي دهلېز پرانیستل شي.
د سرچینې په وینا، هغه له ټولو سوداګرو غوښتي چې د افغانستان پر تولیداتو پانګونه وکړي او په قطر هېواد کې بازار ورته پیدا کړي.
نوموړي په ورته وخت کې پر طالبانو غږ کړی چې افغانان او افغانیت دې ومني، افغانانو ته دې غوږ کېږدي او د ټوپک په ژبه دې نه ورسره غږېږي.
هغه زیاته کړه، د جوماتونو بیارغاونې او جوړولو ته پاملرنه شوې او د ښوونځي، جومات، مدرسې او پوهنتون د واټن راکمولو لپاره هم اساسي کار دوام لري.
که څه هم حکومت په ځلونه له طالبانو د تاوتریخوالي کمولو او اوربند ټینګېدو غوښتنه کړې، خو لاهم دې ډلې په دې تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA