د نوموړي په وینا، په دې کتنه کې د رسنیو د رول په اړه د طالبانو د دریځ، د ټولنې پر وړاندې د رسنیو پر مسولیت او پر بین الافغاني مذاکراتو بحثونه وشول.
طالبان او د افغانستان د رسنیو مسولین پر داسې مهال کتنه کوي چې د بین الافغاني مذاکراتو تر پرانیستغونډې وروسته د دغو خبرو ډېری مسایل له رسنیو پټ ساتل شوي دي.
څو ورځې وړاندې د رسنیو مسولینو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ګډه خبري غونډه کې له دواړو لورو وغوښتل چې خبریالانو ته اجازه ورکړي، څو بیرته قطر هېواد ته ولاړ شي او د یادو مذاکراتو جریان له ولس سره شریک کړي.


