ads

د لغمان د ولایتي شورا پر رییس چاودنه وشوه

د لغمان سیمه‌ییز چارواکي هلته د ولایتي شورا پر رییس عتیق الله عبدالرحیمزي د چاودنې خبر ورکوي.

ناصر خان شېرزی
16 تله 1399
د لغمان د ولایتي شورا پر رییس چاودنه وشوه

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند شفیع الله افغانیار کلید ته وویل، پېښه پرون مازدیګر څلور بجې د قرغیو ولسوالۍ په خروټو سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ده په وینا، چاودنه د ځای پر ځای شوي ماین له کبله رامنځته شوې چې هغه او درې ساتونکي یې پکې ټپیان شوي دي.
د یادې چاودنې مسولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ هم د لغمان پر والي رحمت الله یارمل د موټر بم چاودنه وشوه، چې په پایله کې یې د والي د څلورو ساتونکو په ګډون اته تنه ووژل شول او ۳۶ نورو ملکي وګړي او د والي ساتونکي ټپیان شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA