د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، جمهور رییس غني سوله یوه بنسټیزه پانګه وبلله او په هیواد کې یې د سولې اوثبات ټینګښت د افغان ولس مهمه هیله او لېوالتیا یاده کړه.
د سرچینې په وینا، جمهور رییس پخپلو خبرو کې زیاته کړه، د افغانستان د سولې او ثبات لپاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع شته او په خبره یې په افغانستان کې سوله د دې لامل کېږي چې هېواد یو ځل بیا د سیمې په څلور لارې او د سیمې او نړیوالو همکاریو پر بستر بدل شو. جمهور رییس محمد اشرف غني په ورته وخت کې د ډیموکراسۍ پر شتون ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې له ډیموکراسۍ پرته د افغانستان مدیریت ناشونی دی.
جمهور رییس محمد اشرف غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د دوشنبې په ورځ د قطر هېواد پایتخت دوحې ته روان شو، چې د دغه سفر پر مهال یې د قطر هېواد له امیر، زلمي خلیلزاد او هلته له مېشتو افغانانو سره وکتل.
نوموړی پر داسې مهال پر طالبانو بیاځلي د اوربند غږ کوي چې دې ډلې تر اوسه د اوربند په تړاو د حکومت هر ډول غوښتنې رد کړې دي.
د یادولو وړ ده چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د افغان دولت او طالبانو مرکچي ډلو له تېرو درېیو اونیو راهیسي په دوحه کې ناستې پیل کړې، خو لا هم د اصلي مذاکراتو لپاره پر یوه کړنلاره نه دي سلا شوې.


