ads

افغان ځواکونو د دوو موټر بم بریدونو مخه نیولې

د افغانستان دفاع وزارت په هلمند او کندهار ولایتونو کې د دوو موټر بم بریدونو د مخنیوي خبر ورکوي.

محمدخان بریال
16 تله 1399
افغان ځواکونو د دوو موټر بم بریدونو مخه نیولې
له دغه وزارت څخه د چهار شنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، تېره شپه وسله والو ترهګرو غوښتل چې د هلمند په ګرشګ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوسته موټر بم برید ترسره کړي، چې هدف ته تر رسېدو وړاندې د افغان سرتیرو له خوا له منځه وړل شوی دی.
له دفاع وزارت څخه په یوه بله خبرپاڼه کې راغلي چې یو ځانمرګي بریدګر د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوسته د موټر بم برید پلان درلود، چې دا هم هدف ته تر رسېدو وړاندې افغان سرتېرو په نښه کړی او له منځه یې وړی دی.
خبرپاڼه وایي، په دواړو پېښو کې د ملي اردو پنځه سرتیري سطحي ټپیان شوي دي.
بلخوا، د هلمند د والي ویاند عمر ځواک بیا کلید ته وویل، په ګرشک ولسوالۍ کې د موټر بم برید له امله څلور د ملي اردو سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو او کومې بلې وسله والې ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA