ads

په کابل کې د طالبانو ۱۵ کسیزه ډله نیول شوې

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په کابل ښار کې د طالبانو د ۱۵ کسیزې ډلې د نیولو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
15 تله 1399
په کابل کې د طالبانو ۱۵ کسیزه ډله نیول شوې
له دغه ریاست څخه د سه شنبې په ورځ کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ځانګړي ځواکونه یې د یو لړ هدفمندو عملیاتو په پایله کې پر دې توانېدلي چې په کابل ښار کې د طالبانو ۱۵ کسیزه ډله ونیسي.
د ریاست خبرپاڼه وایي، نیول شوي کسان په څلورو او یا پنځو ډلو کې تنظیمېدل او وروسته به یې خپل هدفي عملیات ترسره کول.
د سرچینې په وینا، یادو کسانو هوډ درلود چې په کابل ښار کې امنیتي او دفاعي ځواکونه او عام وګړي ترور کړي، خو هدف ته تر رسېدو وړاندې ونیول شول.
که څه هم د ملي امنیت ریاست نیول شوي کسان د طالبانو غړي بولي، خو تر اوسه دې ډلې په دې اړه غبرګون نه دی ښودل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA