ads

پنځه تنه د نشه‌یې توکو د قاچاق په تور نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت د هېواد په څلورو ولایتونو کې د هېرویینو او تریاکو د قاچاق په تړاو د پنځو تنو د نیولو خبر ورکوي.

نویسنده: Mohammad Khan barial
15 تله 1399
پنځه تنه د نشه‌یې توکو د قاچاق په تور نیول شوي

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې د سه شنبې په ورځ ویل شوي چې د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارې منسوبینو یې په کابل، هلمند، میدان وردګ او ننګرهار ولایتونونو کې یاد کسان د نشه یي توکو د قاچاق پر مهال نیولي دي.
خبرپاڼه همدارنګه وایي، د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ اړوند په جوی ۲۵مه سیمه کې د کشفي عملیات په ترڅ کې د نشه يي توکو د پروسس دوه لابراتوارونه کشف او له منځه وړي دي.
سرچېنه زیاتوي، له یاد لابراتوار څخه ۲۱ کیلوګرامه تریاک، ۴۰ کیلوګرامه چرس او یو اندازه تېزاب او کېمیاوي توکي، چې د نشه يي توکو په جوړونه او پروسېس کې ترې ګټه اخیستل کېږي، کشف او ترلاسه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې قضیې په تړاو تر اوسه څوک ندي نیول شوي، خو د نیولو لپاره یې د پولیسو هڅې روانې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA