ads

ټرمپ له روغتون څخه بیرته سپنې ماڼۍ ته ولاړ

د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ مازدیګر مهال د امریکا د جمهوري ریاست په ځانګړې الوتکه کې سپنې ماڼۍ ته روان شو.

نویسنده: Mohammad Khan barial
15 تله 1399
ټرمپ له روغتون څخه بیرته سپنې ماڼۍ ته ولاړ
ټاکل شوې چې هغه د خپلې درملنې پاتې موده هملته تېره کړي.
ټرمپ پر خپل ټوېټرپاڼه د خپل روغتیایي حالت ښه کېدو ډاډ څرګند کړی او نورو وګړو ته یې سپارښتنه کړې چې له دې وبا څخه ځان وساتي.
د نوموړي ډاکتر هم د هغه د روغتیایي حالت ښه کېدو خبر ورکړی.
د متحده ایالاتونو جمهور رییس ډونالډ ټرمپ او مېرمن یې د تېرې جمعې په ورځ پر کویډ ۱۹ اخته شول او تر هغه وروسته د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدول شول.
کورونا ویروس تر دا مهال په نړۍ کې تر یو میلیون ډېر کسان وژلي او تر ۳۳ میلیونه ډېر نور پرې اخته شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA