له دې شورا څخه د سه شنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، نوموړی به د هند له چارواکو سره د افغان سولې پروسې پر ننګونو او لاسته راغلو فرصتونو بحث او خبرې وکړي.
د خبرپاڼې په وینا، ډاکټر عبدالله عبدالله به په نوي ډهلي کې د دوست هېواد هند له جمهور رییس، لومړي وزیر، د بهرنیو چارو وزیر، د ملي امنیت شورا سلاکار او له نورو هندي چارواکو سره وګوري.
ډاکتر عبدالله هند ته تر خپل سفر وړاندې وویل، هند د افغانستان یو ثابت او ژمن ملاتړی دی او په خبره یې، د بیا رغونې، اساسي پروژو پلي کولو، د ساختمانونو د جوړولو او د اوبو بندونو په جوړولو کې یې ګټوره پانګونه کړې ده.
د مصالحې شورا خبرپاڼه وایي، ډاکټر عبدالله عبدالله د افغان سولې په برخه کې د هند رول مهم یاد کړ او زیاته یې کړه، د سیمې هېوا ونو له ملاتړ پرته په افغانستان کې دایمي سولې او ثبات راتلل ستونزمن دی.
د یادولو وړ ده چې عبدالله څو ورځې وړاندې د پاکستان د لومړي وزیر په بلنه اسلام اباد ته تللی و.
نوموړي پاکستان ته د خپل سفر پر مهال د یاد هېواد له چارواکو سره په کتنه کې ویلي و چې د سفر هدف یې د کابل او اسلام اباد تر منځ د اړیکو د نوي څپرکي پرانیستل دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


