د مصالحې عالي شورا وياند فريدون خوځون وايي، د دغه سفر هدف د سولې لپاره د سيمهییزې اجماع تقويه او د سيمې هېوادونو بيا په ځانګړي ډول د هند د ملاتړ ترلاسه کول دي.
خوځون کليد وويل:
«د مصالحې عالي شورا محترم رییس عبدالله عبدالله د سولې پروسې لپاره د سيمهییزې اجماع د پياوړتيا او د دغې پروسې لپاره د سيمې هېوادونو د ملاتړ ترلاسه کولو په هدف د هند لومړي وزیر په رسمي بلنه د دوشنبې پر ورځ د يو ټولشموله پلاوي په ملتيا ډيلي ته ولاړ، ښاغلی عبدالله به د خپل سفر په ترڅ کې د ياد هېواد له لومړي وزیر، د ملي امنيت له سلاکار او يو شمېر نورو چارواکو سره وګوري.»
بلخوا، جمهور رییس بيا په قطر کې د ياد هېواد له لومړي وزیر شيخ خالد بن خليفه بن عبدالعزیز الثاني او زلمي خلیلزاد سره کتلي او له هغوی سره یې پر سوله او اوربند خبرې کړې دي.
د چارو شنوونکي بيا د دغو سفرونو او د سولې په بهير یې د اغېز په تړاو بېلابېل نظرونه لري.
د سياسي چارو شنوونکی اجمل هوتک قطر ته د جمهور رییس غني او د سيمې هېوادونو ته د مصالحې عالي شورا رییس سفرونه مهم بولي او زياتوي، د سولې لپاره چې هر ګام پورته کېږي ګټور دی او د بينالافغاني مذاکراتو پر روان بهير مثبت اغېز لرلی شي.
نوموړي کليد ته وويل:
«د سولې لپاره چې هر قدم او هر ګام پورته کېږي مهم دی، دا سفرونه ټول ګټور دي او ورسره به د سولې پروسه چټکه شي، کوم خنډونه چې د سولې پروسې پر وړاندې بياځلي پيدا شوي، تمه ده چې جمهور رییس غني به یې د خپل سفر په ترڅ کې حل کړي او فکر کوم دا سفر هم د سولې مذاکراتو بهير د چټکتيا په هدف شوی دی، نه يوازې دا بلکې د مصالحې عالي شورا سفرونه چې سيمې هېوادونو لپاره یې پيل کړي، مهم دي، د دې سفر په ترڅ کې به عبدالله عبدالله د سيمې هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي، د سيمې هېوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان او هند ملاتړ د سولې پروسې لپاره ډېر ګټور دی چې بايد ترلاسه شي.»
يو شمېر نور که څه هم د سيمې او نړۍ هېوادونو لپاره د جمهور رییس غني او عبدالله عبدالله سفرونه اړين او ضروري بولي، خو زياتوي، مذاکرات پېچلي او ستونزمن اړخونه لري او ښايي دا سفرونه ډېر د دې پروسې پر چټکتيا اغېز ونهکړي.
د سياسي چارو شنوونکی ستانهګل شېرزاد وايي، د سولې خبرو له پيلېدو سره هممهاله د سيمې او نړۍ هېوادونو ته سفرونه مهم دي، څو افغانستان د دې پروسې او مذاکراتو پر وړاندې خپل دريځ له سيمې او نړۍ سره شريک کړي.
شېرزاد کليد ته وويل:
«دا ښکاره او واضع خبره ده چې د سولې خبرو له پيلېدو سره هممهاله ټول سفرونه مهم وي، يوېخوا ته په قطر کې مذاکرات او له بلېخوا د سيمې او نړۍ د ملاتړ راجلبول اړين کار دی، جمهور رییس غني په داسې مهال قطر ته سفر کړی چې هلته خبرې روانې دي، که څه هم دی به هڅه وکړي چې دا خبرې چټکې کړې، خو زه فکر کوم پر اجنډا هوکړه او د طرزالعمل بشپړېدل يوه پېچلې موضوع ده او ډېرو بحثونو او سلامشورو ته اړتيا لري، طالب خوا به هم مشورې کوي او حکومت هم، نو فکر نهکوم چې جمهور رییس به په دې برخه کې ډېر بريالی شي.»
دا سفرونه په داسې مهال کېږي، چې په قطر کې د حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو ترمنځ د بينالافغاني مذاکراتو له مقدماتي ناستې څه د پاسه درې اوونۍ تېرېږي، خو لاهم د سولې په برخه کې ښکاره پرمختګ نه دی شوی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


