له دغه وزارت څخه د سه شنبې په ورځ په خپرو شوو شمېرو کې راغلي چې په همدې موده کې له دې وبا یو تن مړ شوی او ۹۸نور ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۴۶۷ او د رغېدلو کسانو شمېر ۳۲ زره او ۹۷۷ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی


