ads

د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی نجیب ترکی ومړ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی نجیب الله ترکی چې په یوه ټرافیکي پېښه کې سخت ټپي شوی و، د سه شنبې په ورځ یې د ننګرهار ولایت په یو روغتون کې ساه ورکړه.

محمدخان بریال
15 تله 1399
د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی نجیب ترکی ومړ
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، ترکی څلور ورځې وړاندې په جلال اباد ښار کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ټپی شوی و او تر عملیاتو وروسته د کوما په حالت کې وو.
د ده په خبره. ټاکل شوې چې د نوموړي د جنازې مراسم نن تر غرمې وړاندې لس بجې ترسره شي.
په ورته وخت کې د افغانستان کرکټ بورډ د نجیب الله ترکي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او دا یې لویه ضایه بللې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA