د نوموړي د پېژندنې په غونډه کې د ارزګان والي محمد عمر شيرزاد وویل، د پوليسو په ليکو کې د روزنې د نشت، خیالي پولیس، د فساد موجوديت او د زورواکو شتون هغه څه دي چې ارزګان يې نا امنه کړی دی.
هغه وايي، له امنیتي بنسټونو سره په ګډه به یادې ستونزې له منځه یوسي.
«د پوليسو او منسوبینو په ليکو کې فساد چې ورک نه شي قسم دی که دغه نا امني ورکه شي،پوليس روزنې ته اړتيا لري د زوراکو له منځه وړل لپاره د قومندان صاحب خنجري ښه تجريبه لري.»
د دغه ولایت تازه ټاکل شوي امنیه قومندان محمد خطاب خنجري په دغو مراسمو کې وویل، لومړی کار به یې د زورواکو پر وړاندې کلکه مبارزه وي.
نوموړي خلکو ته ډاډ ورکړ چې د پولیسو په لیکو کې به پراخه اصلاحات رامنځته کړي.
ارزګان د افغانستان يو له هغو لايتونو څخه شمېرل کېږي چې د ډېرو ولايتونو په پرتله نا امنه دی او له تيېرو پنځو کلونو راهېسي وسله والو طالبانو ددغه ولايت د ولسواليو په ګډون په مرکز ترينکوټ کې هم پراخه بریدونه کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


