د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر وایي، د افغان سولې به برخه کې پرمختګ شوی او دواړه لوري توافق ته نږدې شوي دي.
اتمر د سې شنبې ماسپښین دوحه کې یوې خبري ناستې ته وویل، د افغانستان حکومت د سیمې او نړۍ له هېوادونو غواړي چې د افغان سولې بهیر کې مرسته وکړي.
نوموړي د تاوتریخوالي په کمېدو ټینګار وکړ او ویي ویل اړتیا ده چې د یوه میکانیزم له مخې تاوتریخوالی راکم شي، څو د ملکي وګړو ژوند خوندي شي.
د بهرنیو چار سرپرست وزیر زیاته کړه، افغان مذاکراتي پلاوی یو متحد پلاوی دی او تمه شته چې دغه خبرو کې ښې لاسته راوړنې ولري.
اتمر همدارنګه وویل افغان سولې لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع موجوده ده، خو د دې اجماع د پیاوړتیا لپاره نور هڅو ته اړتیا لیدل کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

